ایکنانیوز د السومریه نیوز په حواله راپور راکړ، د سورئې د دمشق په زینبیه سیمې کې د عراق د ستر دیني مرجع آیت الله سیستاني پر دفتر د ترهګرو د برید په اړه د خبر له خپریدو وروسته، د سورئې د بشري حقونو څارونکي نن چهارشنبه (د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۴ مه) د تقلید د مرجع د دفتر پر ضد دغه برید تائید کړ.
دا خبر د دې پیښې په اړه د متضادو معلوماتو له خپریدو وروسته خپور شو. د سورئې د بشري حقونو څارونکي څرګنده کړه، چې برید کوونکو له منځګړیتوب وروسته رسمي بښنه غوښتې او هغه څه ئې بېرته ستانه کړي، چې غلا کړي ئې ول.
د سوریې د بشري حقونو څارونکي وویل: یوې سرزوري وسله والې ډلې، چې د ابو عمر الله په مشرۍ د دمشق په سویل کې د زینبیه په سیمې کې ئې د آیت الله العظمی سیستاني پر دفتر برید کړی او د دفتر توکي یې غارت کړي دي.
دغه بنسټ زیاته کړه: دفتر ویجاړ او غارت شوی، دروازې او داخلي ستنې تخریب شوې، یو مقدار پیسې او یو کمپیوټر غلا شوي او د آیت الله العظمی سیستاني انځور ته سپکاوی شوی دی.
دې سرچینې روښانه کړه، چې دا دفتر یوازې په بشري او ټولنیزو برخو کې، په تېره بیا د یتیمانو پالنه او له خپلو کورونو د بې ځایه شوو کډوالو لپاره مرستې کوي او له پوځي یا سیاسي فعالیتونو سره هیڅ تړاو نه لري.
سرچینو تشریح کړه، چې منځګړیتوب او اړیکو وروسته د غلا شویو پیسو او تجهیزاتو د بېرته ستنولو لامل شو او برید کوونکې ډلې رسمي بښنه وغوښته.
د سیمې فعالانو دا برید د شام د ټولې شیعه ټولنې د حریم خلاف ورزي بللی او غوښتنه ئې کړې، چې د داسې پیښو د نه تکرارولو او په حساسو سیمو کې د دیني او ټولنیزو بنسټونو د رول درناوي لپاره ډاډ ورکړل شي.
د عراق سیاسي او دولتي شخصیتونو د آیت الله العظمی سیستاني د دفتر پر ضد دا برید په پراخه کچه غندلی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4286564